
سټارلېنک په بنګلهدېش کې باوري انټرنیټ ته د لاسرسي په موخه خپل فعالیت پیل کړ
د ایلان ماسک په مالکیت سپېس ایکس «سپوږمکیز انټرنیټي خدمات» سټارلینک د سې شنبې په ورځ په بنګلهدیش کې خپل فعالیت پیل کړ. د رویټرز د راپور له مخې، سپیس ایکس شرکت غواړي چې د سویلي اسیا په دغه هېواد کې انټرنیټ ته د باور وړ او نامحدود لاسرسي ډاډمن کولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.